انصار: (د کب 10مه)، د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان ګوند د ملګروملتونو د پیسو له وجهي صندوق، IMF څخه غوښتي، مخکې له دې چې پاکستان ته نورې مرستې ورکړي؛ باید دا یقیني کړي چې د فبرورۍ د اتمې د لانجمنو انتخاباتو په اړه څېړنه کیږي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان یا پي ټي آی ګوند پرون چهارشنبې وویل چې په دې اړه یې د پاکستان لپاره د IMF استازي ته یو لیک استولی دی.
که څه هم د عمران خان په مشرۍ ګوند په ترسره شویو انتخاباتو کې له ګډونه منع شوی و، خو غړیو یې په خپلواکه توګه ځانونه کاندید کړي او ترټولو ډېرې رایې یې ګټلې دي.
پاکستان چې د اقتصادي بې ثباتۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي، تېرکال یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه د درېیو ملیارډ ډالرو پور اخیستو یوه موافقه یقیني کړه؛ خو دا هېواد به وروسته له هغې چې نوی حکومت یې وټاکل شي، ډېرو نورو مرستو ته هم اړ وي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30362